مشعل دی ځلانده وي !
دکتورحبيب منگل دکتورحبيب منگل

وړاندی دهرڅه نه د مشعل د پنځمې کلیزې په مناسبت ګران ملګری مصطفی روزبه دمشعل مسوول مدیرته دزړه له کومی مبارکی وایم او دمشعل په ستر کار کی ورته دسترو بریالیتوبونو غوښتنه کوم . 

     پنځه کاله دیوی جریدی چلول ، هغه هم دغربت په شرایطوکې ساده او اسان کار ندی ، خو دخوښۍ ځای دی چه مشعل د ټولو ستونځوسربیره دملګری مصطفی روزبه د فدا کارانه او نه ستړی کیدونکی هڅو له برکته ، اودافغانستان ددموکراسی اوپرمختیا دټولیزغورځنګ او دنورووطنوالودملاتړاو مرستی په وجود کی ، دادی پنځه کلن شو او په بریالیتوب سره خپله پنځمه کلیزه لمانځی  .

   رشتیا دادی چه مشعل د ملی اومترقی افکارو، دتبلیغ او خپرولوپه برخه کی دیوه ځلانده ستوری په توګه دهیواد د  مطبوعاتو په منځ کی ښه خلیږی او لوړ ځای لری ،اوهیله مند یو چه مشعل د دموکراسۍ ،ازادی ،برابری ، رفاه او ټولنیزعدالت لپاره دمبارزې په ډګر کې  دافغان ولس  دویښولو په برخه کې همداسې  په بر یالیتوب سره  خپل روشن ګرانه نقش پرځای کړی .

   دمشعل کلیزه زما لپاره یو له خورا غوره او دخوښی نه ډک تلین دی او ماته دافتخار او خوښۍ ځای دی چه دمشعل  دلمړی ګڼې د تهیه کولواو چاپ  نه نیولی ، بیا تراوسه دمشعل همکاری لرم  او ډاد من یم چه مشعل به دهیواد د ټولو ملی دموکراتیکو ، مترقی او تحول خوښونکو ځواکونودمشال په توګه د دوی د هراړخیزه مرستو څخه برخودار وی او همداسی به  بلیږی او ځلانده  به وی . 

                                                       مشعل دی تل ځلانده  وی .

 

 


April 17th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها